موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 23 / 11 / 1390برچسب:, :: 14:45 :: نويسنده : همایون ذهین
د فراه ولايت د ځينو ميوه جاتو بيلابيل خصوصيات
ژباړه او برابرونکی: نجيب الله ادبيار
عُناب عناب خوندوره ميوه ده اوهم د ډيرو گټورو دواگانو په كتار كښي تيريږي. دا ميوه د بدن په زياد والي كښي مرسته كوي او هم د ماهيچو توان ډيروي. په چيني دواگانو كښي دا ميوه د ئيني او د تريخي په غښتلی كولوكښي گټه ځيني اخلي او د بولو د ډيرښت عامل هم گرځي . د همدي ميوي پاڼي د ويني د توييدلو او د تبي مخنيوي كوي، او ويل كيږي د همدي ميوي پاڼي د ويښتيانو د اوږدوالي سره مرسته كوي . دا وچه ميوه ډيره ارامه ونكي، د سرطان ضد، د نفس تنگي ضد، د تبي ضد، مسكن، د اشتها ډيرول، د ويني د پاكولو، هضم، د زړه تكان، بيخوبي، د اعصاب ستړيا، او د شپي لخوا د خولی د توييدلو په درملنه كښي مرسته كوي. دا ميوه د عضلاتو د غښتلو كيدو، د پوښتی او رگو د پاړسوب، د سوځيدلو او په عصبي ستونځو كښي گټه كوي. درملن خاصيتونه: دا ميوه ملايمونكي ده د هغي ایشول په اوبو يا شيدو كښي اراموونكي د اعصاب او د ستړيا ضد ده، په لږ توگه بولي ډيروي او لرگي يي قابض دي. دا ميوه د ويني د پاكيدو، فشار، او د غږ د ښه كيدلو لپاره گټه ځيني اخيستل كيږي.
انځر انځر ډيره ويټامين لرونكي ميوه ده، دا ميوه د معدني، گټوروغوړو، او قندي موادو لرونكي ده. د انځرو خوړل مخته تر ډوډي د هضم د سيستم ترشحي غدي په كار راوړي، اشتها ډيروي او معده هم خالي كوي. انځر خوړل خوله (عرق) ډيروي، سموم او نا كاره غوړي د هغه خولی سره له مينځه ځي. د انځر وچه ميوه كوټي؛ او ښه بوي ورته وركوي د هغي څخه د انځر قهوه جوړوي، په همدي نامه يي خلك پيژني او د توري غاړي، د ځگر ډير پاته شوي دردونو د درملني په ځاي كښي گټه ځيني اخلي، پدي دليل چي د گوگرد تيزاب لري نو د ويښتيانو د توييدلو مخنيوي كوي . انځر د خولي د بد بوي له مخنيوي لپاره فرمايل شوي دي. ده انځر شيره كلكوي او پنير ځيني جوړوي. د انځرو د شيري مښوول پر ميخداني. غوښين خال له مينځه وړي برسيره پر دي همدا شيره كه د دردمن غاښ په سوري كښي كيږدو نو درد يي له مينځه وړي او انځر د ديگ په ژر پخولو كښي هم مرسته كوي.
نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||